د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د محمد ابراهيم په مشرۍ د «جماعت اسلامي پاکستان» له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په گټه وبللې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، مقتي په پاکستان کې د ديني ګوندونو رول د پام وړ او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ګڼو کچو کې د پلاوو تګ راتګ مهم وباله.
هغه په پاکستان کې د جماعت اسلامي ټولنیز خدمات د ستاينې وړ وبلل او له څو لسيزو راهيسې يې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله مننه وکړه.
د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي هم د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالي ټينګار وکړ او همداراز یې په افغانستان کې پرمختګونه وستايل.
دغه پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې ښهوالی د کرښې د پورې غاړې ولسونو له ژوند ښه کولو سره مرستندوی وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې پر ستونزو لاسبري شي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په پیل کې د پاکستان او طالبانو اړیکې ښې وې، ان تر دې چې کابل ته په ننوتلو سره د پاکستان د څارګرې ادارې مشر فیض حمید هم په پلازمېنه کابل کې ګرځېده، خو په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او لامل یې هم دا دی چې پاکستان وايي، له افغان خاورې متضرر دی، خو طالبان یې نه مني او په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ چاره ګڼي.