طالبان: افغانستان په ۱۰۰ کلونو کې دومره پرمختګ نه و کړی لکه چې په تېرو ۴ کلونو کې یې کړی

۵۰ دقيقې مخکې

د طالبانو د چارو ادارې رييس نورالحق انور وايي، افغانستان په تېرو سلو کلونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه نه لرل، خو په تېرو ۴ کلونو کې یې په هغو برخو کې پرمختګ کړی دی. د هغه په وینا دا تشه ادعا نه ده، بلکې ټول یې مني.

سره له دې چې د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد د شاتګ په حال کې ګڼي، خو د طالبانو د چارو ادارې ريیس نورالحق انور په میدان وردګ کې د حسن قرائت او سیرت سیالۍ کې وویل: «افغانستان په سلو کلونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه نه درلودل، خو په تېرو ۴ کلونو کې په هغو برخو کې پیشرف کړی دی.» خو هغه د دغو پرمختګونو په اړه نور جزییات ورنکړل.

نوموړی زیاتوي: «دغه پرمختګونه محسوس او ملموس دي، دا زما خبره نه ده، دا تشه دعوه نه ده، پر دې باندې با انصافه هر اګاه افغان اعتراف کوي.»

نورالحق انور زیاته کړه، اوس د ارګ او ولس تر منځ واټن له منځه تللی او «له ارګه چې څه صادرېږي هغه له شریعت سره په تطابق کې دي.»

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې تېر حکومتونه پر نورو تکیه و، په پرېکړو کې خپلواکه نه و او په ټوله کې د خپلې راتلونکې په تړاو مجبور و او زیاتوي: «موجوده حکومت له تېرو حکومتونو سره ډېر تفاوتونه لري، عمده تفاوت یې دا دی چې [تېر حکومتونه] یو چا سره نه یو چا سره تړلي و او دوی له هغوی څخه په هدایت اخیستلو کې مجبور وو، خو اوسنی حکومت داسې نه دی.»

د طالبانو د چارو ادارې د رييس په وینا، د تېرو حکومتونو د کړنو له امله افغانانو ښه ورځ نه ده لېدلې، ځکه کوم حکومت چې واکمن او د ولس له اړتیاو خبر نه وي، نو له هغه حکومته د خیر تمه نه شي کېدلی. هغه زیاتوي: «کوم حکومت چې د خپلو خلکو او نوي نسل د ایندې فکر ورسره نه وي، له هغه د خیر تمه او توقع نه شي کېدلای.»

د نوموړي د ادعا له مخې، اوسنی حکومت د خلکو بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري.

د پرمختګ په تړاو دغه ادعاوې په داسې حال کې دي چې د ډېریو شنونکو په وینا، طالبان اوس د تېرو حکومتونو مطرح شوې او نیمه پاتې پروژې بشپړوي او د ځان په نوم یې ختموي.

نور خبرونه

رادیو