د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» اعلان کړی چې روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې څه باندې ۲.۸ مېلونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې کمېشنرۍ په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې یوازې د روان کال له اپرېل میاشتې څخه تر سپټمبر میاشې پورې څه باندې اوه سوه زره کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې له پاکستان څخه په ستنو شویو افغان کډوالو کې د هغوی شمېر زیات دی چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالۍ کمېشنرۍ د ستنو شویو افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه هم ژوره اندیښنه ښودلې ده.