د بشري حقونو د فعالانو ټولنې نن شنبه (د تلې ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا چې افغانستان له څلورو کالو راهیسې په ملګرو ملتونو کې حضور نه لري، دا د ملت غیابت نه، بلکې پر ملت د طالبانو ناقانونه او جبري واکمنۍ پایله ده.
په اعلامیه کې راغلي، څلور کاله کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځای تش دی، خو دا وضعیت دا مانا نه لري، چې افغان ملت نه شته، دا د ملت غیابت نه، بلکې پر ملت د طالبانو ناقانونه او جبري واکمنۍ پایله ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې طالبان ډله نه د خلکو استازیتوب کولای شي او نه هم دا ظرفیت لري، چې د کوم نړیوال سازمان غړي شي.
د بشري حقونو د فعالانو ټولنه وايي، چې طالباني فکر نوې او ناڅاپي پدیده نه ده، بلکې، د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د وروسته پاتې والي، زاړه فکر او بې عدالتۍ سمبول دی.
دا ټولنه زیاتوي، چې طالباني فکر په حقیقت کې له بې عدالتۍ څخه راپيدا شوې مزمنه سیاسي ناروغي ده، چې باید اساسي درملنه یې وشي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، نړیواله ټولنه د دې پر ځای چې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي او یا هغوی ته مشروعیت ورکړي، باید له افغان ملت سره اوږه پر اوږه ودرېږي، چې په افغانستان کې د ريښتیني دولت او عدالت لپاره زمینه برابره شي.
دا ټولنه وايي، چې په تېرو څلورو کالو کې د ښځو حقونه په منظم ډول غصب شوي او ښځې له اجتماعي ژوند څخه ګوښه شوي دي، د طالبانو د واکمنۍ له امله په مجموع کې افغان ملت بدمرغه شوی، کډوالۍ ته اړایستل شوی، بېوزله شوی، توهین شوی، زنداني شوی او شکنجه شوی دی.