د ننګرهار لپاره د طالبانو والي محمد نعیم اخوند د ایران له نوي سرقونسل مجید رضا پناه سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د سیاسي، سوداګریزو، کرنیزو او فرهنګي اړیکو د لا پراختیا په تړاو خبرې کړي.
که څه هم په بیان کې په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي خو دا پکې راغلي چې دواړه لوریو د ځینو اسانتیاوو د رامنځته کېدو پر سر ځینې هوکړې هم کړي دي.