الجزیره شبکې نن شنبه (د تلې ۵مه نېټه) لیکلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د ښځینه طبي پرسونل او مرستندویانو کمښت ستونزې جوړې کړي او د ښځينه ټپيانو درملنه یې ټکنۍ کړې ده. ډاکټران وايي ځينې ښځې اوس هم له دې امله تر خاورو لاندې دي، چې باید نارینه یې لمس نه کړي.
د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د مرستندویه ادارو کار ستونزمن کړی دی، په تېره په هغو حالاتو کې چې ښځې مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان په وروستۍ زلزله کې د قربانیانو نیمايي ښځې دي.
په کابل کې د نړیوال روغتیايي سازمان ادارې استازې مکتا شرماالجزیرې شبکې ته ویلي، چې په زیانمنو شویو سیمو کې۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه او پاتې ۱۰ سلنه یې یوازې قابلې او نرسانې دي، چې د ژورو ټپونو د ګنډولو او درملنې وړتیا نه لري.
د راپور له مخې، هغه ښځینه رضاکاره ډاکترانې، چېد زلزله ځپلو خلکو سیمو ته ورغلي وايي، ځينې ښځې تر اوسه له دې امله تر خاورو لاندې پاتې دي، چې باید نارینه یې لمس نه کړي.
الجزیره شبکه د طالب چارواکو له خولې لیکي، چې په بېړني حالت کې د خلکو ژغورل لومړیتوب لري، که نارینه ډاکټر د ښځو درملنه وکړي هیڅ پروا نه لري.
د ځايي مرستندویه ادارو په وینا، زلزله ځپلو سیمو ته یوازې درمل او روغتیایي کڅوړې لېږل بسنه نه کوي، بلکې متخصصو ښځینه ډاکترانو ته ډېره اړتیا ده.
د سپټمبر پر ۷مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له طالبانو وغوښتل، چې پر مرستندویه ښځینه پوړ بندیزونه لیرې کړي.