په هرات کې یوه ښځه د علنې محکمې پر مهال د نامعلوم وسله وال له‌خوا په ډزو ووژل شوه

۱ ساعت مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن شنبه (د تلې ۵مه) تر غرمې مخکې په هرات ولایت کې یوه ښځه د استیناف محکمې د علنې غونډې پر مهال د نامعلوم وسله‌وال له خوا په ډزو ووژل شوه. پر هغې دا تور و، چې د خپل مېړه عبدالرحمان مرادي په وژلو کې یې لاس درلود.

د هرات ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالرحمان عليزی مرادي د ۱۴۰۳کال د مرغومې د میاشتې پر ۲۱مه نېټه په خپل کور کې په ډزو ووژل شو. هغه مهال د مرادي خپلوانو رسنیو ته ویلي و،چې نوموړی د وسلې پاکولو پر مهال په ناپامۍ کې په خپله وسله وژل شوی دی.

له هرات ولایت څخه سرچینو ویلي، چې تر دې پېښې وروسته د مرادي مېرمن د مېړه د وژنې په تور ونیول شوه او نن د طالبانو استیناف محکمې ته راوبلل شوه، خو دا ښځه د علني محکمې پر مهال د یوه نامعلوم وسله وال له خوا د محکمې له پرېکړې پرته په ډزو ووژل شوه.

په هرات کې یوه مدافع وکیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر دې ښځې لګول شوی تور ثابت شوی نه و، امکان لري چې بې ګناه وژل شوې وي.

طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ښځې د وژلو په تور نیولی دی.

مرادي د هرات ولايتي شورا پخوانی غړی و او د ښځې هویت تر دې مهاله نه دی څرګند.

نور خبرونه

رادیو