د راپورونو پر بنسټ پاکستان پرېکړه کړې، چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي وتړی.
د پاکستان مرکزي حکومت په امر ټولو ایالتونو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل شوې ده.
د پاکستان ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا پنډغالي د خېبر پښتونخوا په هرې پور، چترال او اپر دیر، د بلوچستان په چاغي، لورالایي، کلا سیف الله، پشین او کویټه او د پنجاب په میانوالي کې موقعیت لري.
د کډوالو د پنډغالو د تړل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښودلې ده.
دغه اداره ټینکار کوي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
په ورته وخت کې بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت له خوا د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول اقدام باید د بشري اړخونو او افغانانو د تاریخي اړیکو په رڼا کې ترسره شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې څه باندې ۲،۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.