د افغان کډوالو د اېستلو څپې؛ تېره ورځ نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ له ایران او پاکستان نه ستنې شوې

۵۳ دقيقې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې تېره ورځ چهارشنبه د (تلې ۲مه) ۱۴۹۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. دوی وایي، له دې ډلې ۱۲۰۴ کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې له پاکستان نه ستنې شوې دي.

همدا راز له ایران نه بیا د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹۰ کورنۍ افغانستان ته اوښتې دي. طالبان وایي، دغو ستنو شویو کورنیو ته یې سیم کارټونه او ټرانسپورټي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي. هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه لري، چې افغانستان وار دمخه د طالبانو په واک کې له بشري ناورین سره مخ دی او د کډوالو د ستنېدو تازه څپې دغه ناورین لا پسې ژور کړی دی.

د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښوولې، چې دغه تازه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې د سرپناوو، بې‌روزګارۍ او فقر له پراخو څپو سره مخ شوي دي. یاد سازمان له مرستندویه ادارو او هېوادونو غوښتي، چې د دغه ناورین د مخنېوي لپاره باید ورسره مرستې وکړي.

پر طالبانو نیوکې دي، چې یوازې په شعاري توګه کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ادعاوې کوي؛ خو په عمل کې دغه ډله ستنېدونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او مدیریت کې پاتې راغلې ده.

نور خبرونه

رادیو