له پاکستان او ایرانه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنول چې له سختو فشارونو سره مخ دي، د داعش-خراسان ډلې د فعالیتونو د پیاوړتیا اندېښنې زیاتې کړې دي. د ډېپلوماټیکو او امنیتي سرچینو په وینا، دا بهیر د سیمې لپاره جدي امنیتي ننګونې رامنځته کولای شي.
د رسنیو راپورونو له مخې، یوازې له جنورۍ راهیسې شاوخوا ۲،۶ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې یا لسګونه کاله بهر تېر کړي او یا یې په لومړي ځل افغانستان کې پښه ایښې ده.
د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې پخواني همغږي کوونکي هانسیاکوب شنډلر ویلي: «د خطر کچه لوړه ده چې داعش-خراسان به دغو نویو ستانه شويو افغانان ته د جذب د یوې سرچینې په سترګه وګوري.»
که څه هم د طالبانو له واک ته رسېدو او د پخواني حکومت د نسکورېدو وروسته د افغانستان امنیت ښه شوی، خو د داعش سیمهییزه څانګه چې د افغانستان په ختیځ کې یې پښې لګولې، لا هم وخت ناوخت بریدونه ترسره کوي او د طالبانو واک او پراخو سیمو ته ګواښ پېښوي.
شندلر زیاته کړه: «له اګست ۲۰۲۱ وروسته، دې ډلې د طالبانو ناهیلې شوي غړي او هغه افغانان چې د نوي رژیم برخه نه دي، جذب کړي دي.»
ملګرو ملتونو هم په جولای کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره یو «پرانیستی چاپېریال» ګرځېدلی، چې د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.
ملګري ملتونه وايي تر ټولو لوی خطر له داعش څخه دی، چې شاوخوا ۲۰۰۰ وسلهوال لري او په تېرو کلونو کې یې روسیې، ایران او پاکستان کې خونړي بریدونه کړي دي.
همدا راز د پاکستاني طالبانو جګپوړې ډلې، درې برابره ډېر وسلهوال لري، خو تمرکز یې د پاکستان د حکومت پر امنیتي ځواکونو بریدونو ته ځانګړی شوی دی.
اسلاماباد پرلپسې پر افغان طالب واکمنانو تور لګولی چې توندلارو ډلو ته یې خوندي پناه ورکړې، خو د طالبانو حکومت بیا- بیا ویلي چې نور په افغانستان کې «هیڅ ترهګره ډله» فعاله نه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وړاندوینه کړې چې د کال تر پایه ښايي څلور میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شي.
د دغې ادارې د انساني مرستو همغږي کوونکي اندریکا رټواټې ویلي: «نوي ستانه شوي افغانان له سترو ننګونو سره مخ دي، نه د کار فرصتونه شته، نه سرپناه او نه د لومړنیو خدماتو لاسرسی، له همدې امله دوی د ناوړه استفادې او وسلهوالو ډلو له لوري د جذب په خطر کې دي.»
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، نږدې نیمايي افغانان د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا یوه په څلور کې د ۱۵تر۲۹ کلونو ځوانان بېکاره دي.
یوې اروپایي سرچینې چې نوم یې ندی یاد شوی ویلي: «موږ لا له وړاندې پوهېږو چې ځینې افغانان له عقیدې نه، بلکې د اقتصادي اړتیا له امله توندلارو ډلو ته ورځي.»
امینه خان چې د اسلاماباد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ (ISSI) غړې ده، ویلي، هغه افغانان چې لسیزې یې بهر تېرې کړې، د ستنېدو پر مهال د خپل هېواد په ټولنه کې «پردي» ګڼل کېږي.
د هغې په وینا: «ځینې ستانه شوي کسان به پر پاکستان قهرجن وي، ځکه هلته یې کاروبارونه او شتمنۍ له لاسه ورکړي، دا خلک د هغو ترهګرو ډلو لپاره چې په سیمه کې فعالیت کوي، ډېر مناسب هدف ګرځي.»
همدا راز د مسکو په وینا، افغانستان د شاوخوا ۲۳ زره وسلهوالو کوربه دی چې ۲۰ بېلابېلو ډلو پورې تړاو لري.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د اګست په پای کې وویل: «تر ټولو ستره اندېښنه د داعش د افغان څانګې فعالیت دی، چې په افغانستان کې یې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.»