د پاکستان حکومت په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځه پنډغالي وتړل

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د تګلارې په لړ کې یې په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځه پنډغالي تړلي دي.

د پاکستان د سرحدي سیمو وزارت د جمعې په ورځ (د تلې څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د پنځو پنډغالو د تړلو کېدو د پرېکړې پخلی کړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغان کډوالو درې پنډغالي په هریپور، یو په چترال او یو په اپر دېر کې تړل شوې.

د راپورونو له مخې په هریپور کې د “پنیان کمپ” چې د پاکستان له سترو او پخوانیو پڼدغالو څخه ګڼل کېږي له څلوېښتو کلونو راهیسې د ۱۰۰زرو څخه د زیاتو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ډېره برخه یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي او د یادو پنډغالو تړل کېدل به د هغو زرګونو افغان کورنیو پر ژوند ژوره اغېز ولري، چې له لسیزو راهیسې په دغه صوبه کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې بیا د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت له خوا د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول اقدام باید د بشري اړخونو او افغانانو د تاریخي اړیکو په رڼا کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو