په پنجاب ایالت کې د افغان کډوالو وروستی پنډغالی هم وتړل شو

۳ ساعتونه مخکې

د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د افغان کډوالو وروستی پنډغالی هم وتړل شو. پاکستاني چارواکي وايي، چې په ميانوالي سیمه کې د کوټ چندنا پنډغالي تر تړل کېدو وروسته نور په دغه ایالت کې د افغان کډوالو پنډغالي نه‌دي پاتې.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پنجاب حکومت مخکې په پاکستان کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو د پلان له مخې د توقيف مرکزونه جوړ کړي وو او د هغوی د پېژندلو بهير يې پيل کړی دی.

په راپور کې د پنجاب ایالت د کورنيو چارو وزارت د یوه چارواکي احمد جاوید قاضي په حواله لیکل شوي، چې په ميانوالي سیمه کې د کوټ چندنا پنډغالي تر تړل کېدو وروسته نور په دغه ایالت کې د افغان کډوالو بل پنډغالی نه‌دی پاتې. ډاکټر احمد جاوید قاضي وویل: «باید ټول افغانان له پاکستان نه ووځي او یوازې هغه افغانان په پاکستان کې اوسېدای شي، چې د اعتبار وړ وېزې ولري.»

په هغه خبرپاڼه کې چې د ميانوالي پنډغالي د تړل کېدو په اړه خپره شوې راغلي، چې په پنجاب کې د افغان کډوالو د پنډغالو تر تړل کېدو وروسته به په دغه پنډغالو کې د افغان کډوالو ټولې ځمکې، هټۍ او نور نه انتقالېدونکي ملکیتونه اړونده مرستیال ولسوال ته په لیکلې بڼه وسپارل شي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳کال د وروستیو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده. ډان ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حوالې لیکلي، په پاکستان کې تر ۳.۵ ميليونه ډېر افغانان اوسېږي چې شاوخوا ۷۰۰زره يې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته پاکستان ته راغلي او نږدې نیمايي یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو