وملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیانو له وینا سره هم مهاله په نیویار کې د یاد سازمان ودانۍ مخې ته د غزې په ملاتړ لاریون شوی دی. سلګونو لاریون کوونکو له ځنډ پرته په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوله.
د لاریون ګډونوال چې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته څېرمه راټول شوي وو، د فسلطین بیرغونه په لاس یې « غزې ته ازادۍ، په بېړني توګه د اوربند او د اسراییل له اشغال» څخه د امریکا د نه ملاتړ شعارونه ورکول.
دا په داسې حال کې د راپورنو پربنسټ په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.