د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره لیدنه کې په عاجله توګه غزه کې د جګړې د پای رسېدو غوښتنه کړې ده.
شیخ عبدالله له نتانیاهو سره په کتنه کې همدا راز په غزه کې د جګړې د دوام د بدو پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم متحده عربي اماراتو اسراییل ته ویلي چې د غزې الحاق د دوی لپاره سره کرښه ده.