طالبان وايي د پنجشیر ۴۰۰ ځوانان یې د دې ډلې د اردو په لیکو کې جذب کړي

۳ ساعتونه مخکې

په پنجشیر کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، د دې ډلې د دفاع وزارت د امر پر بنسټ یې د پنجشیر ۴۰۰ ځوانان د اردو په لیکو کې جذب کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د یادو ځوانانو د جذب پروسه پای ته رسیدلي او د پنځه میاشتنیو نظامي زده کړو لپاره به کابل ته واستول شي.

سیف الدین لټون وايي، چې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ځانګړي فرمان پر اساس په روان کال کې د دغه ولایت ۱۵۰۰ ځوانان د پولیسو او اردو په لیکو کې جذب شوي دي.

نور خبرونه

رادیو