د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۷۰ زره او ۱۹۲ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي دي.
دغه اداره زیاتوي چې په دې کارتونو کې ۴۶ زره او ۴۹۳ یې د لویانو او ۲۳ زره او ۶۹۹ یې ماشومانو ته جوړ کړي دی.
د طالبانو دغې ادارې نن شنبه د (تلې ۵مه) په اېکسپاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې ۴۸ زره او ۹۰۴ تر ټولو زیات زېږونکارتونه وېشل شوي دي.
په ارقامو کې راغلي چې تر کابل وروسته، خوست کې درې زره او ۷۶۹، بلخ کې درې زره او ۳۰۷، ننګرهار کې درې زره او ۱۸۸ او هرات ولایت کې دوه زره او ۴۸۱ زېږون کارتونه وېشل شوي دي.
له بل لوري دغه ارقام څرګندوي، چې ۳۰ زره او ۶۸۰ زېږون کارتونه په کابل او ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۳۹ زره او ۵۱۲ نور یې په کابل ښار کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.