د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر په چین کې د طالبانو له سفیر بلال کریمي سره په لېدنه کې د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار کړی. لیو جینسونگ ویلي چې چین او افغانستان نږدې او اوږدې اړیکې سره لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسيايي څانګې مشر لیو جینسونگ ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو۷۰مه کلیزه د دې څرګندونه کوي، چې چین او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې او اوږدې اړیکې لري.
په چین کې د طالبانو سفارت د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه لېدنه کې دواړو لوریو د اړیکو پر لا پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګرریزو همکاریو، کونسلي خدماتو او نورو اړینو مسایلو خبرې وکړې.
په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د چین د بشري مرستو مننه کړې ده.
دا لېدنه په داسې حال کې شوې، چې چین او نورو سیمه ییزو هېوادونو افغانستان ته د امریکا د بېرته ستنېدو د هڅو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او د پنجشنبې په ورځ د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ناستې پرمهال خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي اډې جوړول سیمهییز امنیت او ثبات ګواښي.