د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلي، ښیي چې ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې «د سواد زدهکړې» ۹۰ ښځینه استادانې تنقیص کړي دي.
د معلوماتو له مخې، طالبان غواړي د ننګرهار په ګډون په ټول هېواد کې د «سواد زدهکړې» ښوونځي وتړي.
په ننکرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې ریاست کې سرچینو نن شنبه د (تلې ۵مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې تېره ورځ شاوخوا د ۹۰ تنو تنقیص شوو ښځینه استادانو لېستونه د سواد زده کړې د ښوونځیو مدیرانو ته لېږل شوي دي.
یوې تنقیص شوې ښځینه استادې وویل:«مونږ ته د ښوونځي د استادانو په ګروپ کې مدیرې اعلان وکړ، چې ټول استادان نتقیص شوي دي او دا زمونږ وروستۍ ورځې دي.»
سرچینې وايي چې په دې نتقیص شوو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښځینه استادانو په کډون د ځینو ولسوالیو ښځینه استادانې هم تنقیص شوي دي او دا سلسله روانه ده.
په افغانستان کې د سواد زده کړې ښوونځي په ټوله کچه فعالیت لري او په کې زرګونه ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د سواد زده کړې درسونه ورکول کېږي.
دغه ښوونځي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او نړیوالو مرستندویه ادارو په مرسته روان دي.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول د سواد زده کړې د ښوونځیو ښځینه استادانو د تنقیص په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې طالبانو نه یوارې د کابل او ننګرهار پوهنتون استادان ګوښه کړي، بلکې ١٢٠ تنه یې په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه نور یې په بدخشان کې هم ګوښه کړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښهکېدل په سېستماتیک ډول روان دي او یاده ډله هڅه کوي په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.
په هېواد کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر په داسې مهال روان دی، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.