طالبان وايي د افغانستان په اړه د چین، ایران، روسیې او پاکستان د څلور اړخیزې ناستې او په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو د مثبتو څرګندونو ستاینه کوي، خو په یادو ناستو کې د افغانستان له خوا د ګواښونو او اندېښنو په اړه ادعاوې ناسمې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) د یوه غږیږ پیغام په خپرولو سره ویلي، چې یاده ډله د چین، پاکستان، روسیې او ایران د څلور اړخیزې ناستې او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو هېوادونو له خوا د افغانستان په اړه د مثبتو څرګندونو ستاینه کوي.
فطرت ویلي:«موږ د هغو هېوادونو درېځ ستایوو چې د افغانستان په اړه یې مثبتې څرګندونې کړې او د افغانستان د خپلواکۍ، سولې او ثبات ملاتړ یې کړی. دا یو واقعبینانه لېدلوری دی، چې له افغانستان سره اړیکو ته موجوده امنیت په ارتباط او د پرمختګونو په ړنا کې ترجیح ورکول کېږي.»
په ورته مهال چین، پاکستان، ایران او روسیې د څلور اړخیزې ناستې پرمهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلې دي چې داعش، القاعده، د ترکستان ختیځ اسلامي حرکت، د پاکستاني طالبانو تحریک، جیش العدل، د بلوڅ بېلتون پاله ډله، د مجید برګیډیر ډله او نورې ورته ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ دي.
خو طالبانو د ویاند مرستیال وايي:«له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د تهدید پېښیدو په اړه ناسمې اندېښني او په دې اړې شوې ادعاګانې په کلکه ردوو. موږ یو ځل بیا په ډاګه وایوو چې په افغانستان کې وسلهوالې ډلې فعالیت نه لري او هېڅ چاته اجازه نه ورکوو، زموږ خاوره د بل چا پر ضد و کاروي. موږ د فساد، نشیې توکو او هر ډول ناامنیو پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.»
د طالبانو د ویاند مرستیال یادې څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څخه د سرغړونو په اړه نیوکي وکړې او د ایران، پاکستان، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ناستې پرمهال په دغه هېواد کې د وسلهوالو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلي ده.