ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ

۲ ساعتونه مخکې

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې اجرایوي مشرې سیما باهوس اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو ملاتړ لپاره یې له اروپایي ټولنې سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.

باهوس د پنجشنبې په ورځ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا تړون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیا یمې ناستې پر مهال په نیویارک کې د اروپایي ټولنې له استازي یوزف سیکلا سره لاسلیک شوی دی.

د هغې په وینا، تړون به د افغانستان د ښځو لپاره د ځانګړو ملاتړیو پروګرامونو د پراختیا لپاره وکارول شي.

باهوس زیاته کړې: «افغان ښځې او نجونې د نړۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د پخوا په پرتله ډېر د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.» هغې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د ملګرو ملتونو یو مهم شریک دی، په ځانګړې توګه د جنسیتي برابري په برخه کې.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د نجونو د منځنیو او لوړو زده کړو مخنیوی شوی، ښځې له ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو د کار کولو له حق څخه محرومې شوي او د هغوی ټولنیز فعالیتونه په پراخه کچه محدود شوي دي.

ملګرو ملتونو په تکرار سره دغه محدودیتونه «په نړۍ کې بې‌ساري» بللي او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه له زده کړو، کار او ټولنیزو چارو بې‌برخې کول د هېواد د راتلونکي لپاره ژور او ویجاړونکېپایلې لرلی شي.

نور خبرونه

رادیو