د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په یوه تازه پاډکاسټ کې ویلي، چې په افغانانو کې د یووالي ظرفیت شته او که ولس یو موټی شي ستر دولتونه رامنځ ته کولی شي.
نوموړي د میرویس نیکه او احمدشاه بابا پر حکومتداریو، سیاسي ځرکتیاوو او د ملت په راټولونې هم بحث کړی.
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبه په ورځ په يوه تازه پاډکاسټ کې، تر ډېره د افغانستان پر تاريخ په ځانګړې توګه د میرویس نیکه او احمدشاه بابا پر دولتدارۍ، بنسټ جوړونې، د افغانانو پر هویت او د هغه پر دوام خبرې کړي.
هغه زياته کړه: «میرویس نیکه د افغانانو له هویت او دولتدارۍ سره ژور تړاو لري، هغه بنسټ کېښود؛ خو هغه ته بشپړتیا احمدشاه بابا ورکړه.»
پخواني ولسمشر وویل، چې د نادر افشار یرغلونه یوه ستره غمیزه وه چې د سیمې سیاسي او اجتماعي جوړښتونه یې بدل کړل.
نوموړي زياته کړې: «نادرشاه د هرات اوږدې محاصرې او بیا د کندهار نیول د سیمې لپاره خورا ناوړه پایلې لرلې. نادرشاه د سیمې یو زیات شمیر خلک، په ځانګړي ډول ځینې قبایل چې وروسته یې په تاریخ کې د دراني په نوم یادېږي، په جبري ډول له خپل سیمه ییز ټاټوبي څخه وايستل او په ایران په مازندران کې یې ځای پر ځای کړل. دا لېږدونې د قومونو جغرافیه او د طاقت د وېش بنیادونه بدل کړل.»
غني ټینګار وکړ، چې دې حالاتو احمدشاه ته فرصت او تجربه برابره کړه چې د یو مرکزي نظام د جوړولو لپاره نوي ترکیبونه او لارې ولټوي.
د هغه په خبره، چې تاریخی تجربې ښيي میراثي شاهي نظامونه، د مناسبې اداري او قانوني توازن د ثبات اوږد مهاله تضمین نه کوي.
پخواني ولسمشر دا هم ویلي، چې افغانان د یوالي ظرفیت لري او په يوځای کېدو سره لوی دولتونه رامنځ ته کولی شي.
هغه د دې لپاره مهمه وبللل، چې «سیاسيجوړښتونه د معاصرو اړتیاوو سره سمون ولري. روڼوالی، د ځايي صلاحیتونو او مرکز ترمنځ متوازن واک، اقتصادي مرکزیت او د ټولنیزو ډلو ګډون.»
نوموړي د شاهي میراث او عصري اړتیاوو ترمنځ د توازن راوستلو لپاره په افغانستان کې «ولسي» نظام یوه عملي لاره وګڼله.