حلیم فدایي: افغان سیاستوال نه له تاریخ زده کړه کوي او نه د ملت ژغورنې ظرفیت لري

۹ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست پخواني والي محمد حلیم فدایي د افغان سیاستوالو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د بګرام اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ د ګواښونو او راتګ له موضوع سره د ځینو سیاستوالو خوشحالي ښيي چې هغوی نه له تاریخ زده کړه کوي او نه د هېواد د ژغورنې ظرفیت لري.

دغه څرګندونې فدایي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس پاڼه کړي او افغان سیاستوال یې د تېروتنو د نه اصلاح کولو او د تکراري غلطیو پر دوام تورن کړي دي.

هغه لیکلي: «افغان سیاستوال نه له ۵۰۰۰ کلن تاریخ، نه له ۵۰ کلن تاریخ، نه له څلور کلن تاریخ، او نه له سقوط او نه له حاکمیت څخه زده کړه کوي، متاسفانه ظرفیت یې هم نه لري.»

فدایي د سیاستوالو پر چلند د انتقاد په ترڅ کې ویلي چې هغوی خپلې تلپاتې غلطۍ «غیرت او استقلال» بولي، خو په حقیقت کې د همدغو کړنو له امله تل د ابزار او قربانۍ په توګه کارول شوي دي.

هغه زیاته کړې: «تر هغې چې افغان سیاستوال له دې حالت څخه راونه وځي، نه حاکمیت، نه مخالفت، نه فرصت او نه چلینج به د دوی لپاره ګټور وي، بلکې په هره مرحله کې به یوازې ابزار او قرباني پاتې شي.»

پخواني والي ټینګار کړی چې که بهرنی ځواک بېرته راشي او یا اوسنی استبداد دوام وکړي، دواړه د افغانستان او سیمې په زیان دي.

نوموړی د حل لارې په اړه وایي، چې سیاستوال دې لږ تر لږه د احمد الشرع له تګلارو زده کړه وکړي، ځکه «هغه یو سل او اتیا درجې بدلون وکړ او په دې توګه یې ځانونه وژغورل او سیمې ته یې لږ زیان ورساوه.»

فدایي د طالبانو حکومت ته په اشاره ویلي: «زموږ خو د جهاد پر وخت ځانمرګي کوي او د حاکمیت پر وخت ملت مرګي کوي او دا عملونه د غيرت او جهاد په نوم توجیه کېږي. نهایت افسوس دی.»

نور خبرونه

رادیو