د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی چې د چین شرکتونه د بدخشان او تخار په سرو زرو کې د بشیر نورزي په ګډون د نشهیي توکو له قاچاقبرو سره په ملګرتیا کې ښکېل دي، چې دا کار د طالبانو د زورواکۍ بنسټونه پیاوړي کوي او د افغان ولس په زیان دی.
صالح دغه څرګندونې د چین له هغه اعلان وروسته وکړې چې د بګرام هوايي اډې برخلیک یې د افغان ولس پورې تړلی یاد کړ.
نوموړي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې دا دریځ د دې نښه ده چې چین طالبان د مشروع دولت په توګه نه یادوي، بلکې په څرګنده توګه مني چې افغانستان له قانوني سیسټم څخه بېبرخې دی.
نوموړي ویلي: «د افغانستان طبیعي زېرمې، په ځانګړې توګه د بدخشان او تخار ولایتونو سرو زرو کانونه، د افغان ولس ملکیت دي، موږ هیله لرو چې د چین چارواکي خپل شرکتونه د دغو زېرمو له لوټ او غارت څخه راوګرځوي.»
هغه ټینګار کړی چې د بشیر نورزي په ګډون د نشهیي توکو له سترو قاچاقبرو سره د چین شرکتونو شراکت نه یوازې له شرافت لرې ده، بلکې د نړۍ دویم اقتصاد (چین) لپاره هم د شرم خبره ده.
صالح زیاته کړه: «د دغو ناقانونه او ناوړه سرو زرو کانونو عملیات یوازې طالبانو ته مالي سرچینې برابروي او د هغوی د زورواکۍ بنسټونه پیاوړي کوي. طالبان یوه ملي ضد ډله ده چې بالاخره به ړنګه شي.»
هغه له چین غوښتنه کړې چې تر هغه وخته دې خپل شرکتونه له افغانستان څخه وباسي څو پورې چې په دغه هېواد کې یو مشروع حساب ورکوونکی حکومت رامنځته کیږي.