کارپوهان: لومړی د بګرام هوايي اډې نیول او وروسته یې کنټرولول ګران کار دی

۲ ساعتونه مخکې

سي‌بي‌اېس شبکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د بګرام اډې بېرته نیولو څخه د ټرمپ موخه دا ده چې له دغه ځایه د چین اټومي پروګرام وڅاري. کارپوهان وايي، چین خپلې وسلې د هېواد په ژورو سیمو کې جوړوي؛ خو د لوپ نور سیمه یې پخوانی ازمايښتي ځای دی، چې له بګرام څخه شاوخوا ۱۲۰۰میله لرې ده.

د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار، وار ويلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه له طالبانو څخه د جوړجاړي یا له بلې لارې واخلي؛ خو له یوې خوا طالبانو دغه خبره نه‌ده منلې او له بلې خوا کارپوهان دغه کار ناشونی بولي.

د نړۍوالې سولې لپاره د کارنیجي نومي بنسټ د اټومي تګلارې لوړپوړي غړي تونګ جاو ویلي، چې په لوپ نور سیمه کې په ۱۹۹۶کال کې وروستۍ ازمايښتي چاودنه شوې؛ خو په وروستیو کلونو کې هم داسې نښې نښانې لیدل شوې، چې چین اوس هم له دغه ځایه کار اخلي او خپل اټومي پروګرام پراخوي.

هغه وايي، چې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډې له لارې د چین اټومي پروګرام وڅاري؛ ځکه پنټاګون وړاندوینه کړې، چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د چین اټومي سرګلولې تر ۱۰۰۰ډېرې شي حال دا چې په ۲۰۱۹کال کې د دغه سرګلولو شمېر یوازې د ۲۰۰ په شاوخوا کې و.

جاو زیاتوي، چې چین په دغه سیمه کې خپلې پرمختللې الوتکې، توغندي، د توغندیو دفاعي سیسټمونه او د هوا او فضا وسایلو ازمايښتونه کوي. لوپ نور د شینیانګ ولایت اړوند سیمه ده، چې د چین د توغندیو او الوتکو ګڼې فابریکې په‌کې جوړې شوې دي.

په راپور کې د امریکا د دفاعي چارواکو په حواله راغلي، چې له بګرام پرته د چین د اټومي پروګرام د څارولو نورې لارې هم شته؛ خو که داسې یې وګڼو چې له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی وشي، بیا هم د بګرام هوايي اډې کنټرول زرګونه عسکرو ته اړتیا لري.

بېل روګیو د (لانګ وار) ژورنال لیکوال دی او د افغانستان په اړه یې ۲۵کاله څېړنې کړې دي. هغه په دې اړه ویلي، چې طالبانو د امریکا پر وړاندې ۲۰کاله جګړه وکړه او اوس دا امکان نه‌لري چې هغوی به امریکایانو ته د بګرام هوايي اډه بېرته ورکړي.

نور خبرونه

رادیو