د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: طالبان له بهرنیو سېلانیانو د «تبلیغاتي الې» په توګه کار اخلي

۴ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د بشري حقونو په اړه تازه یو څېړنیز راپور خپور کړی. په دغه راپور کې راغلي، چې طالبان له بهرنیو سېلانیانو څخه د «تبلیغاتي دستګاه» په توګه کار اخلي.

د دغه ټولنې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو یوټیوب چلوونکي له بهرنیو سېلانیانو سره فرمایشي مرکې کوي او غواړي چې نړۍ ته د افغاستان جعلي انځور وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبان غواړي افغانسان نړۍ ته ډېر خوندي ځای معرفي کړي؛ خو شواهد ښيي، چې افغانستان د نړۍ له خطرناکو هېوادونو ګڼل کېږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې افغانستان د بهرنیانو لپاره خوندي ځای نه‌دی. د څېړنو له مخې؛ په تېرو څلورو کالو کې د بهرنیو سېلانیانو د نیولو لږ تر لږه شپږ پېښې ثبت شوې دي.

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه وايي، چې له بهرنیو سېلانیانو سره د ناوړه چلند په لړ کې اوږدمهاله بند، په غیرانساني ډول زنداني کېدل او د اعدام ګواښ د یادونې وړ دی.

دغه ټولنه وايي، چې د طالبانو تبلیغات له واقعي حالاتو سره په ټکر کې دي او افغانستان ته سفر کول ګڼ ګواښونه له ځانه سره لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران ویلي و چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۴زره بهرني سېلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو