د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه څو اړخیزه ناسته کېږي

۲ ساعتونه مخکې

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه څو اړخیزه ناسته جوړه شي. په دغه ناسته کې به د ښځو او بشري حقونو پر موضوعاتو بحث وشي.

دغه ناستې ته «له دین څخه ناوړه ګټه اخیستل او پر افغانستان یې ناوړه اغېز» سرلیک غوره شوی دی. دغه ناسته د بشري حقونو او مدني ټولنو ځينې سازمانونه سمبالوي.

په دغه ناسته کې به د پرینسټن پوهنتون د نړۍوالو اړیکو د پوهنځي مشره امنه جمال، د فرانسې د جنسي برابرۍ او مساوي فرصتونو پخوانۍ وزیره ایزابېل روم، خبریال لطف‌الله نجفي زاده، د بشري حقونو فعاله پښتنه درانۍ، د بشري حقونو څېړونکې نازیلا علمي، د جورج واشنګټن پوهنتون استاده نیلوفر سخا او خبریال پروېز کاوه ویناوې وکړي.

تر دې مهاله د دغه ناستې په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي. د بشري حقونو فعالې نګینه یاري د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښځو د زده‌کړو، روغتیایي اسانتیاوو او محدودیتونو مسایل به د خبرو د سر موضوع وي.

نوموړې زیاته کړه، چې په دغه ناسته کې به د بشري حقونو پر وضعیت، د ښځو، د سولې او امنیت اړوندو موضوعاتو هم بحث شي. د نوموړې په وینا؛ د ګڼو هېوادونو استازي غواړي، چې د افغان ښځو خبرې واوري او د هغوی پیغام خپلو مشرانو ته ورسوي.

هغې وویل، چې په دغه ناستو کې د هېوادونو استازي د افغان ښځو نظریاتو ته ډېر لېواله دي. د اغلې یاري په وینا؛ په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه او همدارنګه د ملګرو ملتونو پر ټولګډونه تګلارې به هم بحث وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ټولګډونه تګلاره یوه رسمي طرحه ده، چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې وړاندې شوې وه. د دغه طرحې موخه له طالبانو سره د یوه پړاو په بڼه انعطاف منونکی او مشروط تعامل رامنځته کول دي.

دغه طرحه په تېرو میاشتو کې د افغانستان د مدني ټولنې او سیاست‌والو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده. د دوی په باور؛ دغه تګلاره کېدای شي ورو، ورو طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لامل شي او په ورته وخت کې د بشري حقونو او افغانانو رېښتیني ګډون، په تېره بیا ښځې او مدني ټولنې له پامه وغورځوي.

نور خبرونه

رادیو