عراقچي: په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور او لاسوهنې یوازې ناامني رامنځته کړې

۵ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د ۸۰یمې عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان، روسیې او د چین له ځانګړو استازو سره په څلور اړخیزه غونډه کې چې د چین په نوښت جوړه شوې وه ویلي، که امریکا بېرته په افغانستان کې خپلې پوځي اډې پرانیزي، دا به د سیمي لپاره جدي ګواښ وي.

دغه ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ (د تلې څلورمه) شوې وه عباس عراقچي وویل:« موږ په کلکه د هر ډول سیاسي او پوځي لاسوهنې، د افغانستان د بحران د عاملینو د بیا ستنېدو او د دې هېواد له ستونزو څخه د جیوپولیټیکي موخو لپاره د استفادې مخالفت کوو.»

عراقچي په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور ته په اشاره وویل:«د امریکا مداخله او پوځي شتون په افغانستان کې له مصیبت، ناامنۍ، تروریزم، د نشه يي توکو پراختیا، فساد، فقر او بې ځایه کېدو پرته بله پایله نه درلوده.»

نوموړي په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو پړه پر امریکا او ناټو اچولې ده.

عراقچي وايي:«په افغانستان یا د دغه هېاد په شاوخوا سیمو کې د بهرنیو پوځي اډو بیا ځای پر ځای کول ددې هېواد د حاکمیت ښکاره نقض دی، د سیمي سولې او امنیت ته ګواښ دی او افراطیت او بې ثباتي به لا پسې پراخه کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روانو بشري ناورینونو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، چې د افغانستان اوسنۍ حالت د سیمې لپاره منفي پایلې لري.

نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه جدي خبرداری ورکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې «روښانه، د باور وړ او قاطع اقدامات» دې د دې ډلو پر وړاندې ترسره کړي.

عراقچي زیاته کړې:«د تروریزم پر ضد مبارزه باید هر اړخیزه، له تبعیضه لرې او د نړیوالو قوانینو سره سم وي.»

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرو څو ورځو راهیسې د بګرام پوځي اډې د بېرته ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د بګرام اډه ورته ونه سپاري نو یوه بده پېښه به رامنځ ته شي.

نور خبرونه

رادیو