سرفراز بګټي: ترهګر په افغانستان کې تر دولتي سرپرستۍ لاندې دي

۷ ساعتونه مخکې

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ويلي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې کمپونه لري او له هغه ځايه پر پاکستان بریدونه کوي. نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.

د پنجشنبې د ورځې په یوې خبري غونډه کې د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي وویل، «ترهګر په افغانستان کې تر دولتي سرپرستي لاندې دي او له دغه ادرس څخه پر موږ بریدونه ترسره کېږي».

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې وسله والو کسانو ته خوندي پټنځایونه او روزنیز کمپونه برابر شوي دي.

بګټي وویل چې په وروستیو عملیاتو کې وژل شوي ډېر ترهګر د افغانستان له سیمو وو.

هغه د طالبانو له واکمنانو وغوښتل چې د دوحې تړون په عمل کې ثابت کړي، ځکه په دغه تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې خپله خاوره به د کوم بل هېواد پر ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت بیا همېش دغه ډول ادعاوې رد کړې او یوازې تور یې ګڼي.

بګټي تور ولګاوه چې یو شمېر د ترهګرو تنظیمونه په بلوچستان کې تنظیمېږي او دا له هندۍ استخباراتي ادارې (RAW) څخه تمویل او تسهیل کېږي.

هغه وویل: «دوی پر موږ استخباراتي جګړه تحمیل کړې او هڅه کوي هغه ټول یو ځای راټول کړي چې د پاکستان بې‌ثباته کولو ته لیواله دي.»

نور خبرونه

رادیو