د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ویلي، چې ډېر ژر به د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې یو مرکز پرانېستل شي.
ملي تلویزیون د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د زړه د ناروغیو د معیاري درملنې د یوه مرکز د پرانیستنې تر څنګ به د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د راډیوټراپي دستګاه هم ولګول شي.
دغه روغتون چې پنځوس کاله مخکې جوړ شوی، د پرمختللو طبي وسایلو او تجربه لرونکو متخصصینو په درلودو سره د افغانستان له سترو روغتیايي مرکزونو ګڼل کېږي.
طالبانو ویلي، چې مخکې د یاد روغتون خدمات نظامیانو ته ځانګړي وو، خو اوس د دغه روغتون په جراحي، داخله، سترګو، اعصابو، ارتوپیدي، زړه، لابراتوار او نورو برخو کې د ملکي ناروغانو درملنه هم کېږي.