روسیې او بیلاروس منځنۍ اسیا او افغانستان ته د تېلو صادرات ۱۰ سلنه ډېر کړي

۲ ساعتونه مخکې

د روسیې او بیلاروس له لوري د تېلو صادرات د ۲۰۲۵ کال په اګست کې پام وړ زیات شوي چې د صنعت د سرچینو او رویټرز خبري اژانس د محاسبو له مخې، یوازې د همدې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۹۰۰ زره ټنه تېل منځنۍ اسیا، منګولیا او افغانستان ته صادر شوي.

د راپور له مخې، د روسیې له خوا په جولاي میاشت کې صادر شوي تېل ۷۴۳ زره ټنه وو چې په اګست کې ۷۷۹ زره ټنو ته رسېدلي، حال دا چې د ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله نږدې ۲۰۰ زره ټنه زیاتوالی ښيي.

په ورته وخت کې، د بیلاروس صادرات هم له ۷۲ زره ټنو څخه ۱۲۱ زره ټنو ته لوړ شوي، چې د تېر کال د اګست له پنځه زره ټنو سره څرګند توپیر لري.

د روسیې حکومت د کورني بازار د ساتنې لپاره د ۲۰۲۵ د جولای له ۳۰مې د ګازولین صادرات محدود کړل او دا بندیز یې د سپټمبر تر پایه وغځاوه، خو صادرات هغو هېوادونو ته روان دي چې د اوراسیا اقتصادي اتحادیې (EAEU) غړي دي یا له مسکو سره یې د تیلو ځانګړي تړونونه لاسلیک کړي دي.

کارپوهان وايي، د منځنۍ اسیا پر لور د تېلو صادرات د روسي شرکتونو لپاره ځکه ارزښت لري چې هلته د لوېدیز د بندیزونو ستونزې نشته، د سمندر له لارې د لېږد اسانتیاوې شته او په روبل اسعارو کې تصفیه کېدای شي.

په ټولیز ډول د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې، د روسیې او بیلاروس تېلو صادرات منځنۍ اسیا ته ۳۰ سلنه زیات شوي او ۵.۹۴ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

یوازې د ګازولین صادرات په دې موده کې ۴۴ سلنه لوړ شوي او ۱.۹۹ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

بیلاروسي شرکتونو په اګست کې یوازې افغانستان ته ۵۸ زره ټنه ګازولین صادر کړی، چې د تېرې میاشتې په پرتله نږدې دوه چنده زیاتوالی ښيي.

د روسیې او بیلاروس د الوتکې تېلو عرضه هم لوړه شوې، یوازې قزاقستان ته یې د اګست په میاشت کې له ۲۱ زره ټنو څخه ۵۸ زره ټنو ته لوړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو