د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې، د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ویلي، چې حکومت یې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې غوره اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي په کوټه کې د طالبانو له کونسل محمد حبیب ناصر سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ټولو اړوندو ادارو ته یې لارښوونې کړې، چې د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو په بهیر کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
پر همدغه مهال د بلوچسستان سترې محکمې هغه قضیه منلې، چې پکې تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغان کډوالو د نه ستنولو غوښتنه شوې ده.
دغه غوښتنلیک چې د افغانانو په استازولۍ د سید نظیر اغا په نوم د یوه پاکستاني وکیل له لوري محکمې ته وړاندې شوی، وايي، هغو افغانانو ته چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي؛ د اساسي قانون له مخې باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په غوښتنلیک کې له محکمې غوښتنه شوې، چې اړونده چارواکي دې د افغان کډوالو له ستنولو راوګرځوي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان سترې محکمې په غوښتنلیک کې د وړاندې شویو دلایلو له اورېدو وروسته اړوندو ادارو ته د افغان کډوالو د نه ستنولو په اړه لارښوونې کړې دي.