د تورخم لاره بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

پرون

د تورخم لاره نن سې‌شنبه (د تلې په لومړۍ نېټه) بېرته د مساپرو او ټرانزیټ لپاره پرانیستل شوه. د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د دوشنبې په شپه اعلان کړی و، چې دغه لاره په پاکستان کې د انټرنېټي ستونزې له امله تړل شوې وه.

پرون د تورخم لاره یوازې د هغو کډوالو لپاره خلاصه وه، چې له پاکستان نه اېستل کېدل او دغه ډول د ټرانزيټ لپاره هم پرانیستې وه. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه لارې د تړل کېدو په اړه څه نه‌دي ويلي.

نور خبرونه

رادیو