د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده. د راپورونو له مخې؛ په دې لړ کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
پاکستانۍ رسنۍ د نېشن راپور ورکړی، چې په اګسټ میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه څه باندې پنځوس مېلیونه ډالرو ته رسېده چې د تېرې جولای میاشتې پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته بیا له پاکستان نه د وارداتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د معلوماتو پربنسټ؛ په جولای میاشت کې له پاکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه ۱۰۲ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو دغه کچه اګسټ میاشت کې ۸۸ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې کچه په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. د دغې خونې د چارواکو په وینا؛ د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه په کال کې له څه باندې دوه مېلیارد ډالرو اوس یو میلیارد ډالرو ته ښکته شوې ده.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او د پاکستان له لوري د محدودیتونو وضع کول يې ځانګړي لاملونه بلل کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي خبرداری ورکړی و، که د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې پاتې شي؛ نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه به نوره هم راکمه شي.