له ټرمپ سره د زېلېنسکي لیدنه؛ اوکراین د امریکا د ملاتړ په لټه کې دی

۶ ورځې مخکې

رویټرز خبري اژانس په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو په غونډه او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې د هغه د ملاتړ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا له‌خوا د روسیې پر وړاندې د نورو بندیزونو هیله کمه شوې او یوازې ۱۸ سلنه اوکراینیان باور لري، چې دغه جګړه به روان کال ختمه شي. له بل پلوه روسیه وایي، چې له اوکراین سره د جګړې پر کرښه یې ۷۰۰زره سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

هاخوا اوکرايني چارواکي وايي، چې د زېلېنسکي دغه سفر مهم دی؛ خو د جګړې برخلیک نه‌شي ټاکلی.

نور خبرونه

رادیو