د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د کونړ له زلزله ځپلو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

۵۸ دقيقې مخکې

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي «ادوین سنیزا سالوادور» کونړ ته د خپل سفر پرمهال ژمنه کړې، چې په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو کورنیو سره به خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان پر اېکس پاڼه لیکي، چې ادوین سنیزا سالوادور د ملګرو ملتونو له یوه جګپوړي پلاوي سره کونړ ته تللی او د زلزله‌ځپلو اړتیاوې یې ارزولې دي. په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي سالوادور ویلي: «زموږ لومړیتوب دا دی، چې هره ځپل شوې کورنۍ باید بېړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.»

نور خبرونه

رادیو