انټونیو ګوتریش: په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه پاتې دي

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو په ۸۰مه عمومي غونډه کې د افغانستان له یادولو پرته وویل، چې په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه پاتې دي. هغه دغه راز وویل، چې د جرمونو نړیواله محکمه باید په غزه کې د نسل وژنې په اړه عاجل اقدام وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال چنګاښ په ۱۷مه اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه یې صادر کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي و چې یاد کسان لږ تر لږه د۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د افغانستان پر خلکو د بشر ضد جرمونو په ترسره کولو تورن دي.

ګوتریش خپلې وینا کې زیاته کړه چې غزه کې باید عاجل اوربند رامنځته شي، بشري مرستې باید بې له ځنډه غزې ته ولیږدول شي او ټول نیول شوي بندیان باید خوشې شي. نوموړي وویل چې غزه کې وحشت تر درېیم کال دوام لري او انسانیت تر پوښتنې لاندې راغلی.

ګوتریش د اوکراین جګړې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې جګړه د سیمې ثبات او نړیوال نظم ته زیان رسوي. همدارنګه هغه د سوډان په اړه یادونه وکړه چې په دغه هېواد کې پر خلکو ظلم روان دی او وینه بهیدنه باید ودرول شي.

د خبرو دویم محور یې د زده کړو په برخه کې و، چې په ځانګړي ډول یې د نجونو او مېرمنو حقونو ته اشاره وکړه. ګوتریش وویل چې په ډېرو هېوادونو کې ښځې او نجونې د زده کړو له حق څخه پاتې دي، هغه مشخصاً د افغانستان یادونه ونه کړه.

درېیم محور یې د ټکنالوژۍ و، چې باید د خلکو او هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه مدیریت شي. ګوتریش وویل: «ټکنالوژي باید د خلکو لاسرسي کې وي او زموږ خدمت کې وکارول شي.» نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خپل تاریخي دیالوګ یاد کړ چې تېره میاشت ترسره شو.

ګوتریش پر سولې، پراختیا او بشري حقونو ټینګار وکړ او ویې ویل: «سوله زموږ لومړیتوب دی، موږ باید د خلکو د اعتماد وړ واوسو، قدرت د حاکمانو په لاس کې نه د خلکو په لاس کې دی او هېڅکله باید تسلیم نه شو.»

د دې غونډې سږنې شعار سوله، پراختیا او بشري حقونه دي.

ګوتریش له هېوادونو د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو