ټرمپ: ناټو باید د نورو هېوادونو د هوايي حریم ناقض روسي الوتکې رانسکورې کړي

۳ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره په کتنه کې وویل، د ناټو غړي هېوادونه باید د روسیې جنګي او بې‌پیلوټه الوتکې چې د دوی هوايي حریم ته ننوځي، رانسکورې کړي.

ټرمپ د دغې لیدنې په ترڅ کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ناټو دغه ډول یو کار وکړي ترې ملاتړ به وکړي، وویل: «هو، زه یې ملاتړ کوم.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د جمعې په ورځ استونیا د روسیې د جنګي الوتکو له لوري یې د هوايي حریم له نقضېدو وروسته د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره د مشورتي غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه. پولنډ هم د سپټمبر پر لسمه د روسیې له لوري د هوايي حریم له نقضېدو وروسته د ورته چارې غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو