پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

له غاليو تر لپټاپه؛ پر انټرنېټ د طالبانو بندیز د افغان ښځو د عاید یوازینۍ لار بندوي

AP ۱۴۰۴ تله ۱

په افغانستان کې د یوې تیارې کوټې دننه، چې د وړې سوداګرۍ په توګه کارېږي، ښځې پر روښانه ټوکرانو سرونه ټیټ کړي او د ستنو په وسیله ښکلې غالی اوبي. خو کندهار کې د طالبانو د مشر په امر د نوري فایبر له بندېدو وروسته یې، له خپلو پېرودونکو سره اړیکه پرې شوې ده.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو بلخ، کندز، بدخشان، تخار او بغلان کې د نوري فایبر خدمتونه بند شوي دي. چارواکو د بندیز دلیل "غیراخلاقي فعالیتونه" بللي. د کندهار، هرات او پروان اوسېدونکي هم د انټرنېټ د بندیدو راپورونه ورکوي، خو طالب چارواکو په رسمي توګه نه دي تایید کړي.

د نوري فایبر شبکې پرې کېدو زرګونه کورونه، کاروبارونه او ښوونځي له ستونزو سره مخ کړي او خلک یې ګران او کمزوري موبایل انټرنېټ ته اړ کړي دي.

که څه هم په ټول هېواد کې انټرنېټ نه دی بند شوی، خو دا د طالبانو له واکمنېدوراهیسې لومړی پراخ انټرنېټي بندیز دی.

رویټرز د انټرنېټ له بندیو وروسته د افغان مېرمنو په سوداګرۍ یې د اغیزو په اړه راپور خپور کړی او افغانې سوداګرې یې غږولې دي.

صبرینه حیات، چې د "حیات هنري توکو" په نوم د ښځو د لاسي صنايعو یوه ډله رهبری کوي، وایي چې د نوري فایبر په بندېدو سره د دوی لګښتونه درې برابره لوړ شوي. له هغې سره نهه ښځې کار کوي چې لاسي صنایع جوړوي.

هغې وویل: «پخوا به موږ د افغانستان دننه او له بهر نه فرمایشونه ترلاسه کول، خو اوس باید څو ځله د موبایل انټرنېټي کڅوړې فعالې کړو چې لګښت یې د فایبر په پرتله درې چنده دی.»

د بلخ د والي ویاند حاجي زاید تېره اونۍ وویل: «پر فایبر کیبل بشپړ بندیز لګول شوی. دا کار د غیراخلاقي فعالیتونو د مخنیوي لپاره شوی او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به په هېواد کې دننه بدیل حل رامنځته شي.»

د کندز ولایت د مطبوعاتو دفتر ورته بیان خپور کړی. په کابل کې د مخابراتو وزارت د رویټرز خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

رویټرز له یوې بلې افغانې خیاطې چې یوازې یې ځان په تخلص «درانۍ» معرفي کړ لیکلي، درانۍ وايي د هغې ورکشاپ چې کونډې او اړمنې ښځې پکې کار کوي، له سقوط سره مخ شوی، ځکه د پلور او فرمایشونو بنسټیزه تکیه پر انټرنېټ ده.

هغې زیاته کړه: «که پر ما د ډوډۍ پیدا کولو دا لار هم بنده شي، مجبوره یم هېواد پرېږدم.»

انټرنېټ د زده‌کوونکو لپاره د ژوند کرښه وه، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره چې له ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوې دي، خو د انټرنېټ بندیز دغه وروستۍ هیله هم د افغانستان له شمال نه پرې کړې ده.

درانۍ وویل، د هغې لوڼې نورې د انلاین انګلیسي ټولګیو ته نه شي تلای.

د ډیجیټل حقونو فعالان وایي د طالبانو دلیل د اخلاقو په اړه نه، بلکې د کنټرول په اړه دی.

کابل مېشتي استاد عبیدالله بهیر وویل چې دا بندیز د طالبانو د پخوانیو ګامونو په څېر دی چې د "غیراخلاقیت" تر نامه لاندې یې بندیزونه ولګول، لکه د ښځو پر زده‌کړو او بیا یې د اصلاح ژمنې وکړې چې هېڅکله عملي نه شوې.

هغه ویلي چې دا د طالبانو هغه انځور ښیي چې لا معاصر شوي نه دي او له دې سره دا څرګندوي چې د دوی جګړه ښایي له نومهالتوب سره جګړه وي.

ځینې ښځې بیا وایي، دا بحثونه د دوی له ژونده لرې دي.

درانۍ زیاته کړه: «زه د دې ګنډلو په کار سره توانېدلې یم چې خپل کور ته نفقه برابره کړم، خو که انټرنېټ نه وي، دا کار به ونه شو کړای.»

نور خبرونه

رادیو