د ملګرو ملتونو یوه پخواني چارواکي د داعش له لوري د ستنېدونکو د جذب له امله خبرداری ورکړ

۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې پر داعش، القاعده او طالبانو د څارنې کمېټې یوه پخواني مسوول هانس یاکوب شېندل خبرداری ورکړی، چې له نورو هېوادونو اېستل کېدونکي افغانان کېدای شي د داعش خراسان د ودې لپاره نوی فرصت رامنځته کړي. هغه دغه ګواښ ډېر جدي بللی او د پایلو له امله یې هم خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه پخواني چارواکي «میډیا لاین» وېب‌پاڼې ته ویلي، داعش کولی شي له اغېزمنو ستنېدونو افغانانو له منځه کسان جذب او ورسره د طالبانو او د ټولې سیمې امنیت وګواښي.

هانس یاکوب شېندل زیاته کړې: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې یادې ډلې له ناراضه طالبانو د غړو له جذب سربېره د هغو افغانانو جذبولو ته دوام ورکوي، چې ګواکې په نوي حکومت کې ځای نه‌لري.»

له دې سره سم، ځينې شنونکي او امنیتي چارواکي هم خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته په زوره د افغان کډوالو استونه به د دې لامل شي، چې د داعش خراسان په څېر سخت دریځې ډلې له دغو اغېزمنو کډوالو ناوړه استفاده وکړي.

د سوفان څېړنیز مرکز څېړونکی لوکاس وبر هم یادې رسنۍ ته ویلي، چې افغانستان ته ډېری ستنېدونکي او یا هم استول کېدونکي افغانان له فقر، د کار او روزګار له کمښت او ډېر محدود ملاتړ سره مخ دي او دغه وضعیت د دې لامل کېږي، چې د پیسو په بدل کې له داعش سره یو ځای شي.

د سي‌ای‌اې پخوانی چارواکی او د ترهګرۍ ضد کارپوه جي‌ډي ماډوکس بیا په دې اړه بېل نظر لري او وايي: «ډېر کم ستنېدونکي افغانان به ښايي د غېر ایډیولوژیک لاملونو له امله اغېزمن واوسي، خو بیا هم یوه کوچنۍ برخه به د داعش د ایډیولوژيک جذابیت له خطر سره مخ شي.»

هغه همداراز په ډاګه کړې، چې ستنېدونکي افغانان داعش ته چندانې لېوالتیا نه‌لري او دغه ډله تر ډېره په ایران کې فعاله ده او له سیمې سره د ستنېدونکو افغانانو اشنايي کولی شي د داعش خراسان د فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له‌مخې، د روان زیږیز کال له پیل څخه تراوسه لږ تر لږه ۱ اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه اېستل شوي دي. دغه بهیر د افغانستان پر ټکني اقتصاد لا ډېر فشار راوړی دی.

نور خبرونه

رادیو