بنګله‌دېش د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته په درېیو پرله‌پسې شل‌اوره سیالیو کې ماتې ورکړه

۱ ساعت مخکې

د بنګله‌دېش او افغانستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل‌اوره سیالیو لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. بنګله‌دېش لوبډلې د درې شل‌اوره سیالیو لړۍ په ۳-۰ خپل نوم کړه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبلړۍ د درېیمې سیالۍ پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه.

بنګله‌دېش لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸م اور کې دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان دغه پرله‌پسې ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان لوبډلې د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي او په لوبډله کې یې د بدلونونو او تمریناتو د زیاتېدو وړاندیزونه کړي.

افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

نور خبرونه

رادیو