امریکا ته د کوم دلیل له مخې د بګرام اډه مهمه ده؟

۲ ساعتونه مخکې

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ له تر ټولو بدو شېبو ګڼي، خو اوس ډېرو خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې بګرام اډه د کوم ارزښت له مخې امریکا ته مهمه ده او ټرمپ باید د دې اډې د ترلاسه کولو لپاره له چا سره خبرې وکړي؟

د «نشنل انټرسټ» په نوم یوه امریکايي رسنۍ چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او سیاست په اړه تمرکز لري، په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې میلیونونه امریکایان د افغانستان له وتلو انځورونه لا هم په یاد لري.

دوی لیکلي: «د کابل هوايي ډګر ته نږدې راټول شوي خلک، ملکي وګړي چې د پوځي الوتکو سره نښتي وو، د ابي‌ګيټ سره خونړۍ پېښه چې د ځانمرګي برید له امله ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او نورې وحشتناکې صحنې لا هم د ټولو په یاد دي.»

د دوی په خبره، دا انځورونه لا هم د خلکو پر روان وضعیت ژور اغېز کړی او د ولسمشر ټرمپ د غچ اخیستلو غوښتنه په ټوله امریکا کې پراخ ملاتړ موندلی دی.

د همدې رسنۍ په خبره، ټرمپ برېتانیا ته په خپل وروستي سفر کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشاره له طالبانو غوښتنه کړې، چې بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته وسپاري.

په تحلیل کې د ټرمپ له قوله راغلي، چې دغه اډه د امریکا لپاره ځکه ارزښت لري چې د چین د لوېدیځ شین‌جيانګ سیمې په لور موقعیت لري او امریکا کولی شي د چین د اتومي پروګرام څارنه وکړي.

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم ورته څرګندونې کړې وې، خو په خپلو تازه څرګندونو کې یې یو ګواښ هم اضافه کړی: «که طالبان بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري نو بدې پایلې به ولري.»

د همدې رسنۍ د معلوماتو له مخې، ټرمپ یوازې د بګرام اډې د ترلاسه کولو غوښتنه نه لري، بلکې په دې اډه کې د امریکا حضور به په مرکزي او سوېلي اسیا کې د دې هېواد ستراتيژیک دریځ په بنسټیز ډول بدل کړي او دوی دا د امریکا د ځواک نښه ګڼي.

د تحلیل په یوه برخه کې راغلي: «دا هر څه په دې معنا چې بګرام یوازې د افغانستان د کورني سیاست موضوع نه ده، بلکې د امریکا لپاره یو مخکېنی هوایي مرکز دی، چې موخه یې چین، ایران، روسیه او ټوله مرکزي اسیا ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې تراوسه بیا دا لا معلومه نه ده، چې که طالبان د ټرمپ غوښتنه رد کړي څه به پېښ شي.

چین هم د افغانستان پر حاکمیت د درناوي ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې د سیمې د بې ثباتۍ لپاره دې ګامونه نه اخیستل کېږي.

روسیې او ایران تراوسه رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی؛ خو له امریکا سره د دوښمنۍ او همداراز د بګرام د موقعیت په نظر کې نیولو سره دواړه هېوادونه ښایي د طالبانو له انکار ملاتړ وکړي او د امریکا هر ډول بېرته راتګ یوه «تحریکوونکې» هڅه وګڼي.

د بګرام هوايي اډې ستراتیژیک موقعیت

بګرام هوايي اډه د کابل ښار شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومتره لرې موقعیت لري، په لومړي ځل د پخواني شوروي اتحاد له خوا د هغوی د ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ پورې د جګړې پرمهال جوړه شوې وه.

کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان برید وکړ، دا اډه د امریکا د هوايي عملیاتو لوژستیکي زړه وګرځېده او شاوخوا دوه لسیزې د عملیاتو مرکز پاتې شوه.

د بایډن ادارې دا اډه په پټه د ۲۰۲۱ کال د جولای په لومړیو کې واک ته د طالبانو له رسېدو څو اوونۍ مخکې تخلیه کړه.

سترې استخباراتي او نظامي ګټې

د بګرام د موقعیت له امله دا اډه د څارنې او چټک غبرګون لپاره مناسب موقعیت ګڼل کېږي؛ له دې ځایه ایران، مرکزي اسیا، لوېدیځ پاکستان او چین ته لاسرسی شته او امریکا کولی شي خپل «افق هاخوا» د ترهګرۍ ضد عملیات بیا پیل کړي. دغه عملیات به د خلیجي اډو په پرتله اوږدمهاله وي، ښه څارنه به ولري او ژر لاسرسی به هم ممکن کړي.

په دې سره به یو هوايي دهلېز هم بیا فعال کړي، چې د امریکا له درېېو لویو سیالو هېوادونو ایران، چین، روسیې او په غېر مستقیم ډول به له مرکزي اسیا سره سرحدونه ولري.

د تېرو څو کلونو سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د چین په لوپ نور کې اټومي فعالیتونه ډېر شوي او دا هغه څه دي چې امریکا ورته اندېښمنه ده.

دا اندېښنې اوس ځکه ډېرې شوې، چې د تایوان پر وړاندې د چین د احتمالي یرغل ګنګوسې ډېرې شوې دي.

بګرام به له امریکا سره د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې مرسته وکړي

د همدې رسنۍ د تحلیل له مخې، د امنیت له پلوه دا خبره روښانه ده چې د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا پوځي حضور یو مهم ستراتیژیک دلیل لري.

له هغه وخت راهیسې چې امریکا له افغانستانه ووتله، «جهادي» شبکو وده وکړه. د القاعدې ډلې لوړپوړي مشران چې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان-پاکستان د غرنۍ پولې په سیمو کې پټ وو، اوس په ښکاره ډول کابل ته راوتلي دي.

په دې کې د اسامه بن لادن مرستیال او د هغه ځای ناستی اېمن الظواهري هم شامل و، چې امریکایي ځواکونو یې ځای معلوم کړ او په ۲۰۲۲ کال کې یې وواژه.

دا په داسې حال کې ده، چې د الظواهري وژل کېدو هم د القاعدې فعالیتونه نه دي درولي.

دا ډله اوس ښکاره فعالیت لري، د کابل په واټونو کې تبلیغاتي مواد وېشي او د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي، چې القاعده، طالبان او نورې ترهګرې ډلې لا هم سره ژورې اړیکې لري.

که څه هم د بایډن ادارې تل ویلي، چې له افغانستانه وتل د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه نه ده اغېزمنه کړې، خو پر دې سترګې نه شي پټېدلی چې له ۲۰۲۱ کال راهيسي د ترهګریزو شبکو لپاره ځای پراخ شوی دی

په تحلیل کې لیکل شوي: «هو، له بهر څخه د (افق هاخوا) بریدونه ممکن دي، خو بګرام مخکې هم دا وړتیا لرله چې د هدف ځای ته نږدې او مؤثر عملیات ترسره کړي او دا کار بیا هم کولی شي.»

د همدې رسنۍ په خبره، د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا حضور یوازې پوځي اهمیت نه، بلکې حیثیتي ارزښت هم لري.

د شلو کلونو لپاره بګرام د امریکا د ځواک سمبول و او په افغانستان کې د امریکا د ځواک تر ټولو څرګنده نښه ګڼل کېده.

که د امریکا کوم سیال هېواد دغه سمبول په خپله ګټه بدل کړي، کېدای شي دا له امریکا دننه ډېر خلک احساس نه کړي؛ خو دا به په ټولې مرکزي اسیا اغېز پرېږدي.

ټرمپ له مخکې چین تورن کړی، چې غواړي په بګرام کې نفوذ ترلاسه کړي.

چین هم له کابل سره د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې نږدې اړیکې جوړې کړې او د خپلو امنیتي اړیکو د پياوړتیا په اړه هم کله نا کله خبرې کوي.

ولسمشر ټرمپ نشي کولی پر طالبانو باور وکړي

تر دې دمه داسې ښکاري، چې د ټرمپ اصلي موخه دا ده چې له طالبانو سره داسې یوه معامله وکړي چې بګرام هوايي اډه بېرته د امریکا لاس ته وسپاري. سره له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د امریکا او نړۍوالو مرستو په بڼه میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي، خو د دوی سیاسي دریځونه سخت شوي دي او هغوی د ترهګرو شبکو زغم یا ورسره همکاري کړې چې دا ټول د نړۍوالو سازمانونو له خوا ښه مستند شوي دي.

اخوا باورونه دا دي، چې طالبان له امریکا کرکه لري. له شلو کلونو راهیسې د طالبانو مشرانو د سیمې ټولو اسلامي ګوندونو ته د «جهاد او اشغال» پر ضد تبلیغات کړي دي. که د طالبانو مشران پرېکړه وکړي، چې بګرام امریکا ته وسپاري نو د دوی سختدریځه معمولي سرتېري به د امریکایي ځواکونو د بېرته راتګ پروړاندې چوپ پاتې نشي.

طالبان کېدای شي د خپلو قومندانانو حکمونه ونه مني، انفرادي بریدونه وکړي، یا حتی د طالبانو مخالفې ډلې داعش ته ورنږدې شي او پر اډې بریدونه ترسره کړي.

مسله هغه وخت نوره هم پېچلې کېږي، چې په افغانستان کې د داعش ترڅنګ لسګونه نورې ترهګرې ډلې شتون لري.

بګرام هوایي اډه په پروان کې ده، چې د افغانستان د تاجک قوم د سیمې زړه ګڼل کېږي.

دغه ټولنې له اوږدې مودې راهیسې د پښتون-اکثریتي طالبانو سره مخالفت لري؛ هغوی هېڅکله د طالبانو بشپړ واک نه دی منلی او که څه هم طالبان لا هم په دغو سیمو کې ظاهري واک لري، خو دا سیمې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت مهم مرکزونه دي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، طالبانو دغه سیمې د خپل نرم کنټرول لاندې ساتلې دي؛ خو د دې لپاره یې خپل جنګیالي له جنوب او ختیځ څخه ور لېږلي، چې هلته د طالبانو ملاتړي زیات دي.

د طالبانو ضد مقاومت لا هم په دې سیمو کې فعالیت کوي او طالبان هلته د سولې ټینګولو لپاره په سختۍ کار کوي. د طالبانو ضد شبکې هلته ټولنیز ملاتړ لري او یوه اضافي ګټه دا ده، چې ډېری له دغو شبکو ډېموکراټیک نظریات لري او د تېرو شلو کلونو جګړې په ترڅ کې یې د امریکا په ملاتړ جنګ کړی دی.

نو هر دوامداره تړون چې د بګرام په شاوخوا کې جوړ شي، باید له دغو کسانو پیل وشي.

د یادولو ده، چې د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ د څو ورځې وړاندې له پرله‌پسې څرګندونو او ګواښونو وروسته، اوس په کابل کې د طالبانو اړوندې رسنۍ د وضعیت د روښانه کولو هڅې کوي. د طالبانو یوې سیمه‌ییزې راډیو د بګرام په اړه د راپور په جوړولو سره ویلي، چې په دې اډه کې تراوسه هېڅ بهرنی حضور نشته.

نور خبرونه

رادیو