ترکیې طالبانو ته د اقتصادي همکارۍ سازمان د پنځمې ناستې د ګډون بلنه ورکړې ده

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د ترکیې سفیر په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزی سره په لیدنه کې هغه ته د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو د پنځمې غونډې د ګډون بلنه ورکړې. دغه ناسته به د ترکیې په کوربتوب د روان کال د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزيزي په خپل دفتر کې په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ترکیې سفیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته رسما بلنه ورکړه چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه ناسته کې ګډون وکړي.»

دغه ناسته د ترکیې په کوربتوب په استانبول کې تر سره کېږي.

طالبانو زياته کړې، چې د ترکیې سفير له طالب وزیر څخه غوښتي، چې د همدې کنفرانس وروسته په استانبول کې د حلالو محصولاتو په جوړېدونکي نندارتون کې هم برخه واخلي.

دغه نندارتون د همدې کال د نومبر میاشتې له ۲۷ څخه تر ۳۰مې نېټې تر سره کېږي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د ټرانزیټ د اسانتیاوو او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلب په اړه هم خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو