د بګرام هوايي ډګر طالب قومندانان: په بګرام کې یوازې طالبان دي، دلته هېڅ بهرنی نه شته

۲ ساعتونه مخکې

د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د ټرمپ د څو ورځې وړاندې له پرله‌پسې څرګندونو او ګواښونو وروسته، اوس په کابل کې د طالبانو اړوندې رسنۍ د وضعیت د روښانه کولو هڅې کوي. د طالبانو یوې سیمه‌ییزې راډیو د بګرام په اړه د راپور په جوړولو سره ویلي، چې په دې اډه کې هېڅ بهرنی حضور نشته.

څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین د اټومي تاسیساتو د کنټرول لپاره د بګرام هوايي اډې د ورکړې غوښتنه وکړه او همداراز یې ګواښ وکړ، چې که دغه چاره ژر ونه‌شي، نو بدې پېښې به رامنځته شي. طالبانو په هغو ورځو کې امریکا ته د بګرام هوايي اډې د ورکړې په تړاو څرګندونې او ګواښونه رد کړل او همداراز یې وویل، بګرام د افغانستان خاوره ده او هېچا او یا هم هېواد ته به ونه‌سپارل شي.

سره له دې چې افغانستان انټرنشنل ته امریکایي سرچینو د دې پخلی وکړ چې امریکا په افغانستان کې هېڅ سرتېری نه‌لري او په بګرام کې د مېشتېدو په تړاو اوازې یې هم رد کړې، خو اوس په کابل کې د طالبانو اړوندې رسنۍ هڅې کوي، په دې اړه سپیناوی وکړي او دا وښيي چې دغه اډه یوازې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د دغې سیمه ییزې راډيو په ویډيويي راپور کې د بګرام هوايي اډې لپاره طالب قومندانان په بګرام کې د بهرنیو او په ځانګړې توګه د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کېدل ردوي او وايي، دا یوازې رواني او تبلیغاتي جګړه ده او له طالبانو پرته په دغې اډې کې بل څوک نه‌شته.

د دغې هوايي اډې لپاره د طالبانو د یوې فرقې قومندان فرید احمد فرهاد زیاتوي: «بګرام د افغانستان د خاورې یو جز دی. د دې ساتل او دفاع دا ټول طالبانو پورې اړه لري او موږ خارجي قواوو ته ضرورت نه‌لرو چې دلته راشي او نه یې پرېږدو.»

نوموړی د بګرام په اړه د شته اوازو په تړاو وايي، بهرنیان ۲۰ کاله په افغانستان کې و او د هغوی موجودیت دغه هېواد ته ګټه ونه‌کړه، نو «دا تبلیغات هم ګټه نه کوي او نه هم د وطن په خیر دي او نه هم د نړۍوالو په ګټه ده.»

د بګرام هوايي اډې یوه برخه

د یاد هوايي ډګر او نظامي اډې د محافظت یو بل طالب قومندان عبدالعلي مظهري وايي: «دلته هېڅ خارجي الوتکه او خارجي سړی نه دی راغلی، ټولو ته اطمینان ورکوو چې دلته یوازې طالبان حضور لري.»

له دې سره سم، د دغې اډې د لومړي ټولي طالب قومندان الله محمد رسولي وايي: «موږ به هېڅ ملک ته اجازه ورنه‌کړو، چې افغانستان ته راشي او یا یې هم اشغال کړي، ټول طالبان د خاورې ساتنې او د دفاع لپاره قربانۍ ته حاضر دي.»

په ورته وخت کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې طالبانو د یاد هوايي ډګر له شاوخوا اوسېدونکو غوښتي، چې د احتمالي ګواښونو له امله خپل کورونه پرېږدي او بل ځای ته په کډه شي، خو په دغه ویډیويي راپور کې ځايي اوسېدونکي وايي، تر اوسه هېچا ورته د کورونو د پرېښودو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د بګرام د وضعیت په تړاو ټولې اوازې ردوي او وايي: «د بګرام په اړه له هېچا، هېڅ هېواد او یا هم بنسټ سره څه هوکړه نه‌ ده شوې. بګرام هم د افغان خاورې یوه برخه ده.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، چې په یاده اډه کې د هېڅ هېواد نظامي نشته او په وینا یې د یادې سیمې خلکو ته هم د تخلیې په تړاو څه نه دي ویل شوي.

نور خبرونه

رادیو