د سې شنبې ماسپښين د افغانستان په ختیځ کې کې د ۴,۹ ريښتر په کچه زلزله شوې ده.
د زلزلې له امله، د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.
زلزله په هغه سیمه کې هم شوې چې یوازې درې اونۍ وړاندې د زورورې زلزلې له امله له درنو تلفاتو او ویجاړیو سره مخ شوې وه.
د جي ايف زي د المان د ځمکپوهنې څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، تازه زلزله د ځمکې له سطحې ۱۰ کيلومتره ژوره ثبت شوې او مرکز یې کونړ او ننګرهار ته نږدې ښودل شوی.
د اګست په ۳۱مه د ختیزو ولایتونو، کونړ، ننګرهار او لغمان اوسېدونکي د ۶,۰ ريښتر کچې زلزلې له امله له یوې لویې فاجعې سره مخ شول، چې پکې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شول، له ۳۶۰۰ زیات ټپیان شول او شاوخوا ۷۰۰۰ کورونه ونړېدل.