د روغتیا نړۍوال سازمان د خپل تازه میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. یاد سازمان ویلي، په اګست میاشت کې یې د ملاریا ۱۲زره او ۸۹۷ پېښې ثبت کړې دي چې د جولای میاشې پرتله ۲۱.۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
په راپور کې اندېښنه ښودل شوې، چې په افغانستان کې له اپرېل میاشتې راهیسې په دوامداره توګه د دغې ناروغۍ پېښې مخ پر زیاتېدو دي. د راپور له مخې؛ یوازې په اګست میاشت کې ۱۲۸۹۷ د ملاریا مثبتې پېښې ثبت شوې چې له اپرېل راهیسې د دغه ناروغۍ د پرلهپسې زیاتوالي دوام ښيي.
ملاریا یوه ساري ناروغي ده، چې پر مېکروب د اخته غوماشې د چېچلو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او که په چټکۍ یې درملنه ونه شي؛ نو د مرګ لامل کېدای شي.
ډاکټران وایي، د دغې ناروغۍ له امله د مېندواره مېرمنو او ماشومانو د مړینې کچه لوړېدای شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ تر اوسه ۴۵ هېوادونه توانېدلي، چې دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي؛ خو لا هم په لسګونه هېوادونو کې دغه ناروغي شته او د مېلیونونو وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۸۳ هېوادونو کې په دغې ناروغۍ ۲۶۳ مېلیونه کسان اخته شوي چې له ډلې یې څه کم شپږ لکه کسان مړه شوي وو.
د دغه سازمان په میاشتني راپور کې که څه هم د ملاریا ناروغۍ د مخ پر زیاتېدونکې کچې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې؛ خو ورسره د ځینو ساري ناروغیو په پېښو کې د کموالي خبره هم شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د سختو تنفسي ناروغیو کچه یو څه راکمه شوې؛ خو بیا هم د خلکو روغتیا ګواښي. د راپور له مخې؛ د افغانستان په ختیځ او په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې وروستیو مرګونو زلزلو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
په راپور کې سپارښتنه شوې، چې باید په اغېزمنو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو رسېدو ته لومړیتوب ورکړل شي او د ساري ناروغیو چې د خپرېدو امکان یې ډېر دی؛ د مخنیوي لپاره بېړني اقدمات وشي.
روغتیاپالان او د اقلیمي چارو ځینې پوهان وايي، چې د اقلیمي بدلون او له امله یې رامنځته کېدونکي کړکېچونه لکه سېلابونه، ورښتونه، زلزلې، وچکالي او ډېره تودوخه، د ملاریا لېږدوونکي غوماشې د نسل ډېرېدو ته لار هواروي. د روغتیا نړۍوال سازمان شمېرې ښیي، چې ملاریا په نړۍواله کچه په هره دقیقه کې د یوه کس ژوند اخلي.