د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد بن خلیفه الثاني د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د خپلې وینا په ترڅ کې په دوحه کې د حماس پر مشرتابه د اسراییل برید خاینانه او دولتي ترهګري وبلله او زیاته یې کړه، چې اسراییلي پلاوی دوحې ته راغلی و او تر هغې وروسته یې د بمبارۍ پروګرام طرحه کړ.
د قطر امیر زیاته کړه، «پر قطر د اسراییل برید دا ثابته کړه چې د نتنیاهو دولت یو «قانون ماتونکی» دولت دی. دغه ډول چارې د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي.»
هغه د دغه مطلب په څرګندولو سره چې «د اسراییل دولت د برمته شویو کسانو د ازادۍ لپاره له هڅو په شا شوی او اوس یې اصلي موخه د غزې له منځه وړل دي.» وویل، «اسراییل د دوښمنانو په محاصره کې یو ډيموکرات هېواد نه دی، بلکې څېرمه هېوادونو لپاره یو ګواښ دی.»
د قطر امیر د فلسطین د رسمیت پېژندنې په برخه کې د ځينو هېوادونو اقدام وستایه او زیاته یې کړه: «نتنیاهو په غزه کې له سولې پر مخنیوي ویاړي او خپلې دغې چارې ته دوام ورکوي.»
ال ثاني همداراز په ډاګه کړه، که چېرې په غزه کې د جګړې بیه د برمته شویو کسانو ازادول وي، نو اوس اسراییل د هغوی ازادولو ته شا کړې او په وینا یې اسراییل اوسنۍ روانه جګړه د ښارګوټو د پراختیا او په تل ابیب کې د شته وضعیت د بدلولو لپاره ښه فرصت ګڼي.
هغه همداراز زیاته کړه: «سوریه نوي پړاو ته د ننوتلو په حال کې ده او هیله مند یم چې دغه پړاو د سوریې د خلکو د ارمانونو د تحقق لپاره پیلامه شي. اسراییل د سوریې د تجزیه کېدو په لټه کې دی. اسراییل باید د لبنان له سوېل څخه هم شاتګ وکړي.»
ال ثاني د خپلې وینا په پای کې په سوډان کې له ښکېلو خواو وغوښتل، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.