د مزارشریف اوسېدونکو نن سېشنبه (د تلې لومړۍ نېټه) افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و، چې نن سهار د سون توکو د خرڅلاو په «تیموریان مارکېټ» کې اور لګېدلی؛ خو وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې دغه اور مهار شوی دی. د دغه اور له امله سوداګرو ته سخت مالي زیان اوښتی دی.
په بلخ ولایت کې د طالبانو د رسنیز مرکز په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اورلګېدنې له امله چا ته د سر زیان نهدی اوښتی. د عیني شاهدانو په وینا؛ تر اورلګېدو یو ساعت وروسته هم د اور وژنې ډله د پېښې ځای ته نه وه رسېدلې. تر دې دمه د اورلګېدو لامل نهدی روښانه شوی.