په بلجیم کې یو افغان د درېیو کسانو د وژنې په تور نیول شوی دی

AP ۱۴۰۴ تله ۱

د بلجیم پولیسو یو ۴۷ کلن افغان د خپلې پخوانۍ مېرمنې او دوو نورو کسانو د وژلو په تور نیولی دی. د پولیسو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ؛ یاد کس د بلجیم په لوېدیځ ښار روسلار کې نیول شوی دی.

پر نوموړي تور دی، چې لومړی یې خپله پخوانۍ ۴۳ کلنه مېرمن او بیا یې دوه نور کسان چې عمرونه یې ۴۵ او ۶۷ کاله وو؛ د چړو په ګوزارونو وژلي دي.

د یادې پېښې د لامل په اړه لا معلومات نه دي وړاندې شوي؛ خو پولیسو ویلي چې قاتل تر دې وړاندې د کورني تاوتریخوالي په جرم زندانی شوی هم دی.

نور خبرونه

رادیو