د ازبکستان د انرژۍ وزیر: طالبانو په افغانستان کې د هایدروکاربونو د استخراج جواز را کړی

۲ ساعتونه مخکې

د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف وايي، چې طالبانو ازبکستاني شرکتونو ته په خپل هېواد کې د جیو-اکتشافي فعالیتونو او هایدروکاربونو د استخراج جواز ورکړی. نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ثبات د سمندري بندرونو پر لور تاشکند ته تر ټولو د لنډ لاسرسي فرصت برابروي.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر له ازبکستان ۲۴ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د سپټمبر په ۱۴مه په افغانستان کې د توتي-میدان د ګازو ساحې کارونه پیل شول.

هغه زیاته کړه، « د توتي میدان پروژه به لومړی پړاو وي. البته د دې د پایلو پر اساس به په نویو ساحو کې ګډ فعالیتونه ممکن شي. پروژه د یوه نوښت په توګه ترسره کېږي چې د ازبکستان او افغانستان اقتصاد ته ګټه رسوي».

د تړون له مخې، د پروژې د پلي کولو موده ۲۵ کاله ده او د پروژې مسوول شرکت د ازبکستان ایریل کام دی.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د زیربناوو وده او ثبات د سمندري بندرونو پر لور ازبکستان ته تر ټولو د لنډ لاسرسي فرصت برابروي او د ترانزیت او لوژستیک لپاره نوې لارې پرانیزي.

محمدوف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې سوله او دوامداره پرمختګ یوازې د ازبکستان لپاره مهم نه دی، بلکې د ټولې سیمې لپاره ارزښت لري. د میرزا محمودوف په وینا، افغانان د تاشکند ملاتړ او ښه ګاونډیتوب په لوړ ارزښت قایل دي.

هغه د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوندیوه خبره یاده کړه، « کله چې زه وروستی ځل هلته [کابل ته] تللی وم، د لیدنې په جریان کې ملا برادر وویل چې ما په اذربایجان کې له ولسمشر سره ولیدل او د هغه په سترګو، خبرو او اوسنیو کړنو کې مې له افغانستان او افغانانو سره د هغه مینه ولیده».

ازبکستان له طالبانو سره نږدې اقتصادي اړیکې پالي، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو