تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د څار میکانیزم تصویب کړ

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارلو لپاره د نړیوال حساب ورکولو میکانیزم پرېکړه لیک تصویب کړ.

دا پرېکړه لیک چې له بشري حقونو د سرغړونو د معافیت مخنیوی کوي او د څارنې لپاره لوړ میکانیزم جوړوي، د بشري حقونو شورا ټولو غړو تایید کړ.

دا پرېکړه طالبان او نور ټول مسوول اړخونه او کسان متوجې کوي، چې شواهد چمتو کېږي، څو هغوی په راتلونکي کې له عدالت او محکمې سره مخ شي.

دا پرېکړه، چې د اروپایي اتحادیې په مشرتابه وړاندې شوې، د بشري حقونو شورا د غړو له خوا په اتفاقي رایو تصویب شوه. ددې پر بنسټ، نوې اداره به د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو روانې سرغړونې هم په پام کې ونیسي، چې دا د جنسي تعقیب په کچه دي.

دغه اداره به د جنګي جرمونو، د بشریت پر وړاندې جرمونو او نورو جدي بشري سرغړونو شواهد ټولوي، ثبتوي او خوندي کوي اومسوول کسان به په نښه کوي او د هغوی دوسیې به چمتو کوي، چې د ملي او نړیوالو محاکمو لپاره وکارول شي.

پرېکړه همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده اوږدوي، چې د څارنې او راپور ورکولو چارې یې د نوې ادارې له کار سره تړاو لري.

نور خبرونه

رادیو